IQNA

په امریکا کې د قربانۍ د لوي اختر لمونځ ګوزارود بدرد ویونکي  محکومیّت هماغه شان دوام لري

11:59 - June 20, 2024
د خبر لمبر: 3489407
ایکنا -  د امریکایی اسلامی اړیکو شورا د یوه اسلام ضده او افراطي  کس د خولې بدرد وئيل چې د قربانۍ د لوي اختر په ورځ ئې لمونځ ګوزار ټارګټ کړي ، په سخته محکوم  کړل.

ایکنانیوز د  ktvu  له قوله راپور راکوي، د امریکا د سنفرانسیسکو د خلیج سیمې د امریکائي اسلامی اړیکو شورا

(CAIR-SFBA) د قربانۍ د نیکمرغه اختر په ورځ د مسلمانانو دټولنې په ضد د کرکې او نفرت له امله بد رد وئيل خواشینونکی بللی او په سخته ئې محکوم کړي دي.

دغه افراطي کس دغه دخولې شخړه  هغه مهال رامینځةکړې چې  د سانفرانسیسکو  د اسلامی مرکز غړي ، د د وشنبې په ورځې د قربانۍ د لوي اختر د لمانځه لپاره په مک لارن پارک کې غونډ شوي وو.

ددغې پيښې  خپره شوي ویډیو ښئ چې یو توکمپال  او اسلام  ضده افراطی کس لمونځ ګوزارو ته  مخاطب دی او  ورته بدرد وائي .  دغه کس چې  دهغه انځورونه هم ضبط شوی دي ، مسلمانانو ته وئيل ، دتاسو دین  له نفرت او کرکې ډک دی، هغه پخپلو نورو سپکو  خبرو کې  حاضرو کسانو ه د شیطان بللو او بد ردوئيلو سره خپلو خبرو ته دوام ورکوي.

د CAIR-SFBA  اجرائي مدیره زهرا بیلو  ددغې پيښې په غبرګون کې  ووئيل، دغه شان کرکیجنې خبرې د منلو وړ نه دي  اوباید په ترټولو سختو ټکو سره محکومې شي.د مسلمانانو ټولنه  د بلې هرې یوې ټولنې په شان حق لري په آرامښت کې سره غونډ شي  او عبادت وکړي. دغه شان پیښې  یوازې په درست هیواد کې  د اسلام ضده پروسې له زیاتیدا سره  دمقابلې لپاره  پر فوري ضرورت باندې ټينګار دی.

بیلو همدرااز ددغه شان غلیمانه  اجتماعي اغیزو  باندې ټينګار وکړ او  د نفرت او کرکې په ضد ئې د  اتحاد او اقدام غوښتنه وکړه. هغې ووئيل، دغه ډول جهل او دښمني  نه یواز ېد هغو کسانو لپاره  چې مستقیما ټارګټ کیږي،  تاواني دي ، بلکې د ټولې ټولنې لپاره هم تاوان لري،  ځکه د کرکې او  نفرت  د رامینځةکیدا لامل کیږی، مونږ د ټولنې له مشرانو ، حکومتي چارواکو  او له ټولو وجدان لرونکو کسانو  غواړو چې  ددغه شان کرکیجنو  کارونو  په محکومولو کې  د مونږ ترڅنګ ووسي.

https://iqna.ir/fa/news/4222242

captcha